د لاسرسي ځای

تازه خبر

خراب امریکايي اقتصاد او د اوباما بیا ټاکنه


د امریکا ولسمشر پر یوه قانون لاسلیک کوي.
د امریکا ولسمشر پر یوه قانون لاسلیک کوي.
ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس لیکي چې دامریکا په متحدو ایالاتو کې د خراب اقتصادي صورت حال او د بې روزګارۍ له امله د ولس مشر بارک اوباما اعتماد لړزیدلی؛ او ښايي د ولس مشرۍ د بل وارې ټول ټاکنو د ګټلو موقع به پیدا نه کړي.

په امریکا کې به د ولس مشرۍ راتلونکې ټول ټاکنې د ۲۰۱۲ز کال په نومبر کې تر سره شي؛ چې لا ورته وخت شته خو د هېواد خراب اقتصاد ، او سیاسي بې ثباتي د ولس مشر بارک اوباما سیاسي سباوون کمزوری کولای شي.

ولس مشر اوباما تر دې ګړۍ په دې کې پاتې راغلی چې خلکو ته یو واضحه دریځ وړاندې کړي چې موږ په کوم ځای ولاړ یو او څه کولو ته اړتیا ده ؟

رویټرز لیکي: ((په امریکا کې سیاسي وضیعت، چې د پورونو د شرحې د لوړیدو له امله یې دوه ډله يیزه فضا رامنځ ته کړې ده؛ او له امله یې د امریکا اقتصادي اعتبار ټیټ شوی په رسنیو کې داسې ګنګوسې راپورته کړي چې د اوباما په مشر تابه کې د امریکا هغه حیثیت چې د ستر ځواک په توګه یې درلود، له تاوان سره مخامخ شوی دی.

اژانس لیکي د اوباما د کار د مودې د غزېدو په اړه نظر پوښتنې ښيي چې، په دې اړه خلک کم رضایت ښکاره کوي؛ او د هغه د خپل ګوند ( ډیموکریټک ) ځېنې غړي د اوباما له کاره، او په کانګرس کې د اپوزیشن ( ریپبلکن ) ته د مراعاتو د ورکولو په اړه د هغه له پریکړې شکایت کوي.

د امریکا د نیویارک د ونډې د بازار بورډ. دا انځور د ۲۰۰۸ز کال دی. په دې وروستیو کې د امریکا بازارونه زښت تاواني شول.

دچارشنبې په ورځ، د رویټرز اژانس یوه شوې نظر پوښتنه ښيي چې ۷۳ فیصده، امریکایان انګېري چې هېواد یې په غلط لوري روان دی.

دا د ۲۰۰۸ز کال تر اکتوبره وروسته، تر ټولو بد حالت ګڼل کېږي.

هغه مهال اقتصادي ناندرۍ عوج ته رسېدلې وې او رایه ورکونکو د ریپبلکن ګوند پرځای ډیمو کریټانو ته رایه ورکړه؛ او له امله یې اوباما د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.

یوه امرکايي مفکره کارلین باومین، په دې اند ده چې ښايي خلک به یو وار بیا اوباما د ولس مشر په توګه ومني؛ خو دا هم حقیقت دی چې د خلکو توقعات به ترې ډېر زیات وي او راتلونکي انتخابات به د اوباما د صلاحیتونولپاره د ریفرېنډم حیثیت ولري.

رویټرز اژانس لیکي چې ريپبلکن ګوند د ۲۰۱۲ز کال په انتخاباتو کې، د ولس مشر اوباما په مقابله کې، د ټیکساس ایالت والي ( ریک ـ پیري ) ودرول غواړي.

داسې ګومان کېږي چې نوموړی به له اوباما سره سخته سیالي وکړي.

ریک پیري د شنبې په ورځ خپل کار پیل کړ.

د بروکنګ انسټي ټیوټ یو مفکر ویلیم ـ ګیل سټن وايي: ((ولس مشر اوباما تر دې ګړۍ په دې کې پاتې راغلی چې خلکو ته یو واضحه دریځ وړاندې کړي چې موږ په کوم ځای ولاړ یو او څه کولو ته اړتیا ده ؟ ))

خو بل پلو، ولس مشر اوباما ژمنه کړې چې، د امریکا ځېنو برخو ته به د دوشنبې له ورځې خپل سفر د بس له لارې پیلوي او خلکو ته به خپله کړن لاره روښانوي.

خو تر دې ګړۍچې، د هغه خبرې مخې ته راغلي هغه دا دي چې پر تنخاګانو (معاشونو) به مالیه کموي، او د بې روز ګارۍ په لړ کې د ورکونکوکومکونو کچه به زیاتوي.

د ولس مشر اوباما پخوانۍ اقتصادي مشاوره کرستینا رومر وايي: ((اوباما باید په پراخه سینه د یو داسې لوی پروګرام په اړه فکر وکړي چې سلګونه زره خلکو ته ترې دندې لاس ته ورشي، د نوموړې په اند د امریکا د اقتصاد د ښه والي له پاره به دا ګام ډېر اړین وي.))
XS
SM
MD
LG