د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کوټه د توغندیو بریدونه


په کوټه کې د نامالومو کسانو له خوا شپږ راکټونه توغول شوي چې څلور یې پر پوځي چاوڼۍ او دوه نور یې په نوي کلي کې لګېدلي دي.

د پولیسو لوړپوړي چارواکي حامد شکېل اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په دې پېښه کې یو عسکر وژل شوی او درې نور ټپي شوي دي. پوځي چارواکو هم د دې راکټي برید پخلی کړی. چارواکي زیاتوي چې دا شپږ راکټونه د کوټې ښار په ختیځ کې کې له مردار نومي غره څخه توغول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په کوټه او شاوخوا سیمو کې پخوا هم داسې راکټي بریدونه شوي دي چې پړه یې بیا بلوڅ خپلواکي غوښتونکو پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG