د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلو کې اصلاحات



په پاکستان کې د وفاق تر انتظام لاندې قبایلي سیمو کې له ۱۹۰۱ څخه په نافظ نظام کې د بدلون لپاره د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پرون مازیګر پر دې آرډننس لاسلیک وکړ.

په ایف سي آر کې د دې بدلون له مخې په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت کولو اجازه ورکړل شوې ده ، هلته به یو مجرم د ضمانت حق لري او له نیول کیدو وروسته به په څلرویشت ساعتونو کې دننه اړونده چارواکو ته وړاندې کیږي . او تر شپاړس کالو د کم او تر پنځه شپېته کالو د زیات عمر نارینه او ښځینه به نه نیول کیږي. په راتلونکي کال کې د سېنټ د انتخاباتو لپاره سیاسي ګونونه د خپلو امېدوارانو لپاره هلي ځلي له اوسه پیل کولای شي. تر دې وړاندې به له قبایلي سیمو څخه د پاکستان د قومي اسمبلۍ لپاره د غړو انتخاب ځايي ملکانو کاوی او هغوی به بیا له دې سیمو څخه د سېنټ اته غړي ټاکل. د قبایلي سیمو په قانون یا ایف سي آر کې د بدلون پر آرډننس د لاسلیک غونډه پرون په ایوان صدر کې وشوه چې د وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني تر څنګ د قبایلي سیمو مشرانو ، د اپوزېشن او نورو ګوندونو غړو هم ګډون کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG