د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو پراخ قانون لاسلیک شو


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو قانون منظور کړ
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قبایلي سیمو لپاره د اصلاحاتو قانون منظور کړ
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هېواد په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو قانوني لاسوند، د قانون جوړولو لپاره لاسلیک کړی دی.

د دې قانون ترمخې به اوس په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونه خپل فعالیت وکړای شي.

د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانوني لاسوند په ۲۰۰۲ز کال کې جوړ کړل شوی وو چې تر دې وروسته بیا اوس بالاخره د بشپړ قانون په توګه لاسلیک شوی دی.

همدا راز، د قبایلي سیمو په فرنټییر کرایمز ریګولېشن یا د جنایتونو ضد په قانوني دستاویز کې هم بدلونونه راوستل شوي دي، او اوس ایف سي آر د ۲۰۱۱ز کال د قانون په توګه ولسمشر زرداري لاسلیک کړی دی.

د دې قانوني اصلاحاتو مانا څه ده؟ او د دې به ګټې څه وي؟ د مشال راډیو مجید بابر خان په دې اړه د سیاسي چارو له کار پوه خادم حسین سره خبرې کړې دي او همدا پوښتنه یې ترې کړې ده چې د دې قانوني اصلاحاتو مانا څه ده؟

له خادم حسین سره مرکه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG