د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او اردغان د سوریا په حال خبرې کړې دي


د امریکا سپینه ماڼۍ وايي د دې هېواد ولسمشر باراک اوباما او د تورکیې وزیر اعظم رجب طیب اردغان، د سوریا د ډیموکراسۍ د انتقال په اړتیا موافقه کړې ده.

سپینه ماڼۍ وايي دواړو مشرانو په دې اړه، د پنجشنبې په ورځ له یو بل سره په ټیلي فون خبرې کړې دي. په عین حال کې، رپورټونه وايي لږ تر لږه ۱۲ کسان په سوریا کې وژل شوي دي. دا کسان د ولسمشر بشار الاسد د حکومت ضد ول او د حکومتي بریدونو پر مهال وژل شوي دي. د امریکايي چارواکو له خولې په رپورټونو کې ویل شوي، د اوباما حکومت په دې غور کوي چې پر اسد د واک د ژر تر ژره پرېښودو غږ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG