د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روژې سره ګراني دوه چنده شوې


د ملک په لروبر کې خلک له زیاتې ګرانۍ سر ټکوي
د ملک په لروبر کې خلک له زیاتې ګرانۍ سر ټکوي


نیازموسی خیل،کوټه

په بلوچستان کي خلک وایي،له یوې خوا روژه ده او له بلي خوا سخته ګرمي،په داسي حال کي دوه چنده ګراني دوي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.د کوټي یو اوسیدونکۍ محمد امین وایي،په روژه کي هر شی ګران شو.که مخکي یو شۍ په ۵۰ روپۍ تر لاسه کیدو،اوس هغه تر ۸۰ یا ۱۰۰ روپیو پوري خرڅیږي.دۍزیاتوي،بوره،غوړي،د چای پاڼې او ګڼ نور څیزونه دي چي هغه اوس د پخوا په پرتله دوه چنده ګران شوي دي

د ژوب له کلا سیف الله څخه راپورونه وايي چي یواځي یخۍ چې په عامو ورځو کي په ۷ روپۍ کلو تر لاسه کیدی ،اوس تر ۴۵ روپيو پورې د یوه کلو بیه لوړه شوېده.د سیمي اوسیدونکۍ عبدالمالک خزان وایي،چي د بجلۍ د نیشت له وجي دلته یخۍ جوړیدنه بنده شوه،نو نیمۍ تجارانو له پنجاب صوبې څخه په ګاډیو کې یخي راوړي چې د دوی په خبره ګران بیه ورته پرېوزي.

یو بل کس حکیم خان وایي چي د دې ټول عمل ذمه واره حکومت دی.دی زیاتوي ،حکومت خپل ټاکلي نرخونه پر دوکانو ویشلي دي،خو وروسته پوښتنه نه پسې کوي.دوکاندارانو د حکومت نرخنامه د یو عکس په شان په دوکانو کي لګولې ده،خو عمل نه پر کوي او پخپله خوښه،څیزونه خرڅوي.

په پاکستان کې خوراکي توکي زښت ګران شوي دي

که ورته و کتل شي،نو حکومت په هره ضلع او تحصیل کي د نرخ څارنې کمیټې جوړې کړې دي،چي مشري یې په ضلع کي ډپټي کمشنر او په تحصیل کي مرستیال کمشنر کوي.هم د داسي یوې کمیټۍ مشر،اې-سي فواد عالم د خلکو د تورونو په ځواب کي وویل چي دوي چي کومه نرخنامه دوکاندارانو ته ورکړې ده،د دوي پوره پوره هڅه ده چي پر هغه عمل وکړي.

اې،سي فواد عالم زیاتوي ٫٫موږ هره ورځ بازارو ته ځو.هلته که څوک له نرخه وځي ،هغوي جرمانه کوو او قانوني سزا ور کوو.بله خبره دا ده چي په خلکو کي هم د نرخ کنټرولولو په اړه زیات مالومات نشته.٬٬

خلک غوښتنه کوي چې د روژې مبارکي میاشتې احترام دې وشي او په دغه میاشت کي دې خلکو ته په ارزانه بییه د څیزونو د تر لاسه کولو آسانتیا ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG