د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هیلي کاپټر په پېښې کې ککړ طالبان ووژل شول


په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو کمانډر جنرل جان الين وايي ، اېتلافي ځواکونو هغه وسله وال طالبان وژلي چې د امريکايي ځواکونو هېلي کاپټر يې راغورځولی وو چې پکي ۳۰ امريکايي اوه افغان سرتيري او یو افغان ژباړن وژل شوي وو.

پينټاګون کې خبريالانو ته جنرل جان الين وويل چې د اګست په ۸ نيټه اتلافي ځواکونو د هیلی کاپټر پيښه کې ککړ وسله وال طالبان وژلي دي.

بل پلوه ته په افغانستان کې سوله ساتونکي ځواکونو په خبر پاڼه کې وايي چې د وسله وال طالبانو يو مشر ملا محب الله چې د اګست په ۶ نيټه يي هيلی کاپټر په نښه کړی وو په بريد کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG