د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګربزو ولسوالۍ کې خلکو د امن خبرو ملاتړ وکړو


د خوست یوه جرګه خپلې ستونزې هواروي
د خوست یوه جرګه خپلې ستونزې هواروي

نقیب الله متونوال خوست


په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د سولې عالي شورا مشر استاد رباني وايي، چې ځينې بهرنۍ كړۍ نه غواړي په افغانستان كې سوله راشي خو بياهم د دې هيواد خلك د سولې د بهیر ملاتړ كوي.

د سې شنبې يا نهي په ورځ د خوست د ګربزو والسوالۍ لسګونو قومي مشرانو، ديني علمانو هم د يوې غونډې په ترڅ كې د سولې د عالې شورا سره د خپل ملاټر اعلان کړ او غوښتنه يې كوله چې له طالبانو سره دې د روغې جوړې خبرې وشي.

د خوست د ګربزو والسوالۍ لسګونو قومي مشرانو، ديني علمانو د سولې عالې شورا سره خپل ملاټر اعلان کړ.

هغه غونډه چې په دې اړه د یادې والسوالۍ په انګړ کې جوړشوې وه، پر یو شمیر ځایی قومی مشرانو، دیني عالمانو او چارواکو سربیره پکې د سیمې عامو اوسیدونکو هم برخه اخیستې وه.

غونډې ته د ګربزو والسوال ولي شاه همت وويل،چې د دې سیمې خلک سولې ته ډېر ليوال دي او غوښتنه كوي چې له طالبانو سره دې د روغې جوړې خبرې وشي.
(( دغه غونډه د ګربزو ولسوالۍ د قومونوپه غوښتنه جوړه شوي. دوی د سولې د عالي شورا له پرېکړو ملاتړکوي ، دوی غواړي چې په هېوادکې سوله او امن راشي او د مخالفینو سره خبرې وشي)).
يوتن قومي مشر ګلا احمد خان د سولې عالي شورا نه د ملاتړ ترڅنک دا هم وويل، چې تر اوسه دغه شورا په خپلو کارونو کې لكه چې لازمه ده، نده بريالۍ شوي.

(( مونږ د سولې پروسې څخه ملاتړ کوو خو دولت او د سولې عالي شورا دې په دې پوهه شي چې طالبانو یو وخت حکومت درلود ، د دوی حکومت په زور ړنګ شو نو په اسانۍ به دوی دې ته حاضرنه شي چې روغه ومني او دولت باید دوی ته امتیازات ورکړي. دا ،چې یوازې راشي او د دولت تربیراغ لاندې ژوند وکړي.))

يو بل قومي مشر مست امير خان غوڼدې ته يو پريکړه لېک هم واورول شو، پدې پريکړه ليک کې راغلی وو، چې د ګربزو ټول اوسیدنکي د سولې له عالې شورا نه خپل ملاتړ اعلانوي.

ګربز د خوست په جنوب کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته والسوالي ده، خو دلته د نسبی ښه امن له امله ځایی چارواکو د سولې د والسوالۍ په نوم هم نومولي.

خو سره له دې هم د دغې والسوالۍ اوسيدونکي شكايت كوي او وايي،چې دوى د ژوند له ځینو لومړنيو ضرورتونو څخه هم محروم دي او دولت دې، دې والسوالۍ ته پوره پاملرنه وکړې.
XS
SM
MD
LG