د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار:د ناټو ځواکونو او افغان پوليس تر مېنځ نښته


شاه سقیم کندهار

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ايساف سرتېرو او ملي پوليسو تر مېنځ نښته شوې ده چې پکې د ملي پوليسو شپږ تنه غړي مړه او ژوبل شوي .
نښته د کندهار ښار په پېنځلس کيلو مټرۍ کې د ارغنداب ولسوالې په تابين کلي کې تېره شپه ناوخته شوې ده خو د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې تر اوسه پورې لا هم ورته د مرګ ژوبلې کره مالومات په لاس نه دي ورغلي.

د امنيتي چارواکيو په خبره نښته تېره شپه نا وخته د ناسم پوهاوي له امله هغه وخت وشو چې په کندهار کې مېشتو بهرنيو سرتېرو د ملي پوليسو په پوسته ډزې پيل کړې.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق رسنيو ته ويلي دي چې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو په اساس په دغه نښته کې د ملي پوليسو دوه سرتېرې وژل شوي او څلور ژوبل دي . خو د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي بيا مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې لا هم په نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده څرګنده شوې .

(( د ملي پوليسو او ايساف سرتېرو تر مېنځ نښته شوې ده تر اوسه پورې د نښتې لا مل او د مرګ ژوبلې جزيات نه دي څرګند شوي ، تر پلټنو وروسته به هر څه په ډاګه شي خو دومره ويلاى شوي چې په نښته کې محلي پوليسو ته ځاني زيان اوښتى دى . ))

تر اوسه پورې په کندهار کې مېشتو بهرنيو سرتېرو په دې اړه څه نه دي ويلي .

تېره ورځ هم د کندهار په شا وليکوټ ولسوالۍ کې د ملي پوليسو او طالب وسله والو تر مېنځ نښته شوې چې د دولتي چارواکيو په خبره د يو قومندان په ګډون يې پکې شپږ تنه وسله وال وژلي وو .
XS
SM
MD
LG