د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ ،نښتې پنځه نور کسان ووژل شو


په کراچۍ کي د يوي ورځې کرارۍ وروسته يو وار بيا د تشدد لړۍ پيل شوي ، په تازه پيښو کي پنځه کسان وژل شوي.

د پوليس په وينا د کراچۍ په ګلستانې جوهر او ګلشن اقبال سيمو کي ناڅرګنده وسله والو څلور کسان په ډزو وژلي ،په عاصمه ګارډن سيمه کي هم ناڅرګنده کسانو يو ځوان په ډزو وژلي.

پوليس زياتوي دوی د کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کي شا وخوا ۴۵ کسان نيولي ، په سند صوبه کي د قام پرست ګوندونو تر احتجاج وروسته، حکومت په ټوله صوبه کې د کمشنري نظام پر ځای د ښاري نظام د پر ځای کولو اعلان وکړ، خو پر دې سربېره هم تيره ورځ د سېند په بېلا بېلو سیمو کې کاربندیزوو.

د رپورټونو له مخي په کراچۍ کي راوان کال څه باندي ۱۶ سوه کسان په هدفي وژنو او فرقه ايزه نښتو کي وژل شوي چي اکثره يي پړه په دغه ښار کي دوه لوی سياسي ګوندونه متحده قامي مومنټ او عوامي نشنل ګوند پر يو بل اچوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG