د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په نویو صوبو سره ملک نه ماتېږي



رپوټ:ګل آیاز پراګ


پاکستان کې د نویو صوبو د جوړلو خبرو کې تندي راغلي ده. په سند صوبه کې د مهاجرو په پنجاب کې د سرایيکې ،په بلوچستان کې دجنوبي پښتونخوا او په خيبر پښتونخوا کې د هزاره صوبو خبره کيږي. په پنجاب کې د سراييکې خلکو لپاره د جلا صوبې خبره له مودو راهيسې روانه ده. واکمن پيپلز ګوند د سرایيکې صوبې د جوړيدو په حق کې دی خو مخالف مسلم ليګ د ژبو نه بلکي په انتظامي بنيادونو د نویو صوبو د جوړيدو دريځ لري.

محمد علی دراني زیاتوي د بهاولپور صوبي پخواني تړونونه موجود دي. بحاولپور صوبه بحاليدل غواړي صرف د يحي خان غير قانوني ارډينس ختمول دي.
.

د نویو صوبو غوښتنو کې د بهاولپورریاست د یو نوې صوبې په بڼه بیا بحالول هم شامل دي.


د بهاولپور صوبي د بحالولو تحريک مشر سېنېټر محمد علی دراني د يو مودې راهیسي ددې لپاره مبازره کوی. خو د پاکستان موجوده حالاتو کې د نویو صوبو د جوړيدو امکانات څومره دي؟په دې اړه دراني وايي، ګوری تر څوچې د نويو صوبو د جوړيدو خبره ده نو دا خالصتا انتظامي خبره ده. د پاکستان د مسلو د هوارلو لپاره دا ضروری ده چې نوې صوبې جوړې شي. دا صوبي جوړيدل کوم يو نوی ملک جوړول نه دي. بلکي نن هم نوې ضلعې او ډيويژن جوړيږی. د ا وخت د پنجاب ابادي ۱۱ کروړه ده چې دا د ايران د ابادی نه زياته ده. او دومره لويه علاقه کې نه خو انتظاميه او نه هم وسایل خلکو ته رسيږي. بلکي ۸۰ فيصده وسائل په لاهور خرچ کيږي.په دي وسایلو کې د بهاولپور برخه ۸۵ اربه روپي جوړيږي خو دوي ته ۱۵ اربه روپي ورکول کېږي.٬٬


سېنېټر محمد علی دراني د بهاولپور صوبې په پخواني حالاتو رڼا وچوله او ویې ويل چې څنګه دا صوبه په پنجاب کې شامله کړی شوه.
’’بهاولپور صوبه په ۱۹۴۷ کال کې د وفاقي اکايي په توګه پاکستان کې شامله شوي وه. په ۱۹۵۱ کال کې بهاولپور ته د صوبي درجه ورکړی شوه. په ۱۹۵۵ م کال کې مغربی پاکستان ون يونټ يا يو صوبه جوړه شوه نو بهاولپور د وفاقي اکايي په توګه په دې کې شامل شو. خو په ۱۹۷۰ م کال کې جنرل يحیا خان د مارشل لا ارډينس لاندي صوبې جوړې کړې نو بحاولپور يې په پنجاب کې د ډويژن په توګه شامله کړ.


سېنېټر محمد علی درانی د سرایيکي خلکو د شناخت او ددوی لپاره د صوبي حيثت بیا بحالول ډير زيات مهم بولي، زموږ پيژندګلو بهاولپور دی، موږ خپل پيژندګلو پنجاب نشو جوړولی، او په موږ څوک دا خبره هم نشي منلی او که اوس څوک راپاڅي او دا خبره وکړي چې خيبر پښتونخواه په پنجاب کې شامله وو نو دا خبره خو د منلو وړ نه ده. د ۴۱ کلونو راهیسي بحاولپور سره ظلم روان دی چې د برصغير تر ټولو شتمن او مالداره رياست اوس په پاکستان کې د ټولو غريبه سيمه ده.

سېنېټر محمد علی دراني زیاتوي د بحاولپور صوبي پخواني تړونونه موجود دي. بحاولپور صوبه بحاليدل غواړي صرف د يحي خان غير قانوني ارډينس ختمول دي.

دا وخت د پاکستان په انتظامي توګه ۵ صوبو کې تقسيمه شويده. د رقبي په لحاظ بلوچستان او په ابادی لحاظ پنجاب تر ټولو لويه صوبه ده. د پاکستان صوبي بيا په ضلعو کې تقسيم دي چې د ټولو ضلعو شميریې ۱۰۵ دی.
XS
SM
MD
LG