د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې نوی ښارګوټۍ جوړېږي


د افغانستان پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې په لومړي ځل د دولتي مامورینو لپاره د یو ښارګوټي جوړولو کار پیل شو.

د پکتیکا والي محب الله صمیمد دې ښار ګوټي په اړه وویل، چې دا ښارګوټی په ۶۵۴ جریبه ځمکه جوړېږي، چې ۱۰۰۰ نمرې ، ۵۲ دوه پوړیز کورونه، پنځه بلاکونه، ۴ جامع جوماتونه ،د نجونو اوهلکانو دوه لېسې تجارتي مارکیټونه د سرکونو، برېښنا، پاکو اوبو، پارکونه او نورې اړینې اسانتیاوې ولري او په دې سره به د پکتیکا په دولتي ادارو کې د مامورینو د کمښت لویه ستونزه هم له منځه لاړه شي.


د پکتیکا والي د دې ښارګوټې د کار د پيل په مراسمو كې وویل، چې له دې وړاندې موږ په پکتیکا کې د استوګنې دولتي یا غیر دولتي ښارګوټی نه درلود، او ټولو پکتیکا والو کلیوال ژوند کاوه او په دې برخه كې د پکتیکا ټول هغه مامورین، چې په ادارو کې دندې پرمخ وړي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د محب الله صمیم په خبره، چې په پکتیکا کې ډیری مامورین له نورو ولایتونو څخه راغلي دي او دلته په دولتي اداروکې دندې پرمخ وړي چې کورنۍ یې په خپلو ولایتونوکې مېشتې اودوی په پکتیکا کې په میاشتو- مياشتو د مسافرۍ شپې تيروي،چې دا ددوی لپاره لویه ستونزه ده،او د دې ښارګوټی په جوړولو سره به د مامورینو یاده ستونزه حل شي.

د پکتیکا والي وايي، د دې ښار ګوټي ۱۰۰۰ نمرې به یې په ملکي او نظامي مامورینو سربېره په یوشمېر قومي مشرانو او مخورو هم ووېشل شي.


د پکتیکا والي محب الله صمیم له دې خبرې هم یادونه وکړه، چې په دې سره به د پکتیکا په دولتي ادارو کې د مامورینو د کمښت لویه ستونزه هم له منځه لاړه شي او دغه ښارګوټی به په پکتیکا کې د ښه حکومتدارۍ او فعاله ادارو په جوړولو کې هم مهم رول ولري.

د پکتیکا ښاروال محمد ظاهر وویل، چې دا په پکتیکا کې لومړنی ښارګوټی دی چې د ولسمشرکرزي په امر اود ښارجوړونې د وزارت په منظورۍ جوړېږي او ټولې ښاري اسانتیاوې به ولري.

ښاروال زیاته کړه چې په دې ښارګوټي کې د نمرو خرڅول اواخیستل ترهغه وخت پورې منع دي ترڅو یې له دولت څخه دخپلې نمرې رسمي قباله نه وي ترلاسه کړې.

د پکتیکا د بشري منابعو مدير شير محمد وویل، چې په پکتیکا کې ډیری مامورین دمیدان وردګ، خوست، ننګرهار،لوګر اولغمان ولایتونو اوسیدونکي دي چې هغوی ټول دلته داستوګنې کورونه نه لري اودخپلو رسمي چارو په دفترونو اویا دکرایې په کوټوکې دمسافرۍ شپې تېروي، چې په دې سره به دپکتیکا ټول مامورین له خپلو کورنیو سره په پکتیکا کې استوګن شي.

پكتيكا د بلوچستان، د جنوبي او شمالي وزيرستان سره په پوله پروت ولايت دى، چې تراوسه يې خلك په كليو كې اوسيږي اود دې ښارګوټي په جوړېدو سره به نه يوازې مامورين د خپلو کورنو خاوندان شي بلکه د پکتیکا ولایت مرکز شرنه به بله بڼه غوره کړي او ډیرو وزګارو ځوانانو ته به د کارکولو زمينه هم برابره شي او سيمه به اقتصادي ارزښت پيدا کړي.
XS
SM
MD
LG