د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د بازارونو تاواني کېدل روان دي


نن هم په نړۍ کې بازارونه تاواني شوي دي.

سربېره پر دې چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو هڅې کړې دي چې د پانګه اچوونکو اعتماد بیا پر ځای کړي، خو دې هر څه هم په د ونډې د بازارونو د را غورځېدو مخه ونشوه نیولای. د جمعې په ورځ د سټینډرډ اینډ پوورز په نوم ادارې د امریکا د پور د اخیستو د اعتبار درجه ښکته کړه. د امریکا د خزانې وزیر ټیموتي ګیتنر وايي د اعتبار پر ښکته کولو سربېره د امریکا اقتصاد قوي دی: ((سټینډرډ اینډ پوورز په ريښتوني ډول ډېر خراب قضاوت کړی دی او دا یې په حیرانوونکې توګه ښودلې دي چې د امریکا د مالي بجټ د اساسي ریاضۍ په اړه لږه پوهه لري. او زه فکر کوم چې هغوی یقیناً غلطه نتیجه ویستلې ده.)) د اوروپايي ټولنې مرکزي بانک ویلي د یورو کاروونکیو هېوادونو بانډونه به وپلوري. په اوروپا کې ویره ده چې ایټالیا او هسپانیا به هم پر خپلو پورونو له دیوالیه کېدو د ژغورنې لپاره مالي پلان ته اړتیا ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG