د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي


په افغانستان کې د ناټو، نړیوالو سوله ساتي ځواکونو ایساف ویلي دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د دوو بریدونو پر مهال يې څلور سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي په وژل شویو کې دوه فرانسوي عسکر ول. د فرانسې د ولسمشر نیکولا سارکوزي دفتر پرون ویلي دوه سرتېري یې د افغانستان په شمال ختیځ کې د تګاو په دره کې له وسله والو سره د نښتو پر مهال وژل شوي دي. ناټو وايي دویم برید د هېواد په جنوب کې شوی دی خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG