د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان په جاپان کې


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د جاپان د شمالي فوکوشیما ښار لیدنه کړې ده.

نوموړی نن فوکوشیما ته د حکومتي چارواکو، او د زیانمن شوي اټومي بریښنايي پلانټ له شا و خوا سیمو تللو خلکو سره د خبرو او لیدلو لپاره تللی دی. په جاپان کې د روان میلادي کال د مارچ په ۱۱مه زلزله او څونامي راغله چې دې هېواد ته یې لوی ځاني او مالي تاوان ورساوه. د دې ترڅنګ، د فوکوشیما اټومي پلانټ بټیو د تابکارۍ اخراج پیل کړ، چې تر دې وروسته حکومت له پلانټ سره نېږدې له شا و خوا سیمو خلک نورو ځایونو ته منتقل کړل. بان کي مون نن له جاپاني وزیر اعظم ناوتو کان، او د بهرنیو چارو له وزیر تاکیکي ماڅو موتو سره هم ګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG