د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ پر سټیندرډ اینډ پوورز تنقید کړی


د امریکا د سپینې ماڼۍ اقتصادي مشاور جین سپېرلینګ د سټینډرډ اینډ پوورز پر هغې پرېکړې انتقاد کړی دی چې دې ادارې د امریکا د پور اخیستو د باور درجه کمه کړې ده.

نوموړی وايي سر بېره پر دې چې دې ادارې د امریکا په حکومتي پور کې د دوه ټریلینه ډالرو حسابي غلطي کړې ده خو د هېواد د باور درجه یې هم هسې ټیټه ساتلې ده. امریکايي ولسمشر باراک اوباما د سټینډرډ اینډ پوورز تر دې پرېکړې مخکې کانګرس ته ویلي ول چې داسې ګامونه دې واخلي چې د هېواد اقتصاد پر مخ لاړ شي: ((زموږ بیړنۍ موخه باید دا وي چې اقتصاد مو ژر وده وکړي او د کار موکې وزېږول شي. دا هغه څه دي چې زموږ د خلکو په ذهن کې دي، دا هغه څه دي چې د دې هېواد د کورنیو لپاره مانا لري. او حقیقت دا دی چې روان کال د اقتصاد لپاره خراب کال دی.)) سټینډرډ اینډ پوورز د امریکا د پور د اخیستو د باور درجه له اې اې اې، اې اې پلس ته را ښکته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG