د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جي اووه د ټولنې مشران سره خبرې کوي


د لوی اقتصاد لرونکو اووه هېوادونو جي اووه د ټولنې د مالي چارو چارواکي نن د ټیلي کنفرانس له لارې خبرې کوي چې په څه ډول له خپلو مرکزي بانکونو سره ګامونه هم غږي کړي.

دا چارواکي د بازارونو د تاواني کېدو او د امریکا د پور د اخیستو د باور د درجې تر ټیټېدو وروسته له یو بل سره مشورې کوي. جاپاني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویل دا عادي خبره ده چې مالومه شي چې د جي اووه د ټولنې چارواکي به د دو شنبې په ورځ په اسیا کې د بازارونو تر خلاصېدو مخکې له یو بل سره مشوره وکړي. د تېرې اوونۍ پر مهال، له امریکا تر اسیا، نړیوالو بازارونو لوی تاوانونه وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG