د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د امریکا مرستې، او ننګونې


ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینه: واشنګټن پوسټ

پراګ - په ۲۰۰۹ز کال کې د امریکا کانګرس، د پاکستان د کمزوري حکومت د پیاوړتیا لپاره، د پینځو کالونو تر مودې، د ۷،۵ اربه امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

دواړو هېوادونو، د دغه پیکیج ستاینه وکړه.

خو دوه کاله وروسته، د دفتري ځنډ، په ترجیحاتو کې د اتفاق نه کېدو، او درغلۍ د وېرې له کبله یواځې ۵۰۰ میلینه ډالره، په دې ترځ کې خرڅ کړل شول.

اوس پاتې پیسې د کانګرس تر بحث لاندې دي.

د امریکا لخوا په بهرنیو مرستو کې د پیسو د درولو منظوري همدې کانګرس ورکړې ده او د پاکستان په ګډون، له یو شمېر هېوادونو سره پر مرستو سخت شرطونه لګول شوي دي.


سره د دې چی د ولسمشر اوباما انتظامیه په مالی مرستو کی د کټوتۍ پرضد جنګیږی؛ امریکایی چارواکی وایی، دوی طمعه لری چی د کانګرس غړی به دغه مرستې نه یواځې کمې کړی بلکه د پاکستان نه به د ترهه ګرۍ پر ْضد د جګړې ثبوتونه هم غواړی او دا به هم یقینی کوی چی ددغه مرستو څه ګټه هم کیږی کنه؟

لیکوال وړاندې لیکی په داسې حال کی چی د پاکستان او امریکې تر میینځ اړیکې د تیرو دریو میاشتو نه خرابې شوی دی د اولسي حکومت سره په مرستو دغه بحث د دواړو هیوادونو تر میینځ د اړیکو ښه کولو په ځایی اوس په دغه اړیکو کې په یوې بلې نکتې بدل شوې دې.

په پاکستان کې د مرستو د پروګرام د ځنډ سره شروع کیدل او دا امکان چی د څومره مرستو ژمنه شوې وه هغه هومره به رانشی دا احساس نور قوی کوی چی امریکه یو باوری ملګرې نه دې.

امریکایی چارواکی وایی چی د کیری-لوګر-برمن په نامه د مرستو دغه پروګرام اوس ګړندې شوې دې او دا یواځې د ډالرو نه بلکه د خلقو او څیزونو خبره ده دې لپاره چي پاکستانی اولس ته ددغه مرستو اثر اووینی. خو په پاکستان کې ټوله توجه په دې ده چې څومره ډالرې خرچ شوې؟

د امریکې د مرستندویه ادارې یو ایس ایډ چارواکی وایی په کال ۲۰۰۹ کې یی د اولسی ادارو سره د ۲ بلیینه ډالره امداد کړې دې. دوی زیاتوی که چرې دوی په تیزۍ سره خرچه اوکړی نو د پنګو د غیر ذمه دارانه خرڅ ویره به وي.

امریکې دا توانایۍ په مد کې د پروژو د مرستې ژمنه هم کړې ولې د پاکستان د خزانې چارواکی وایی چي پاکستان ته په شمال کې د ۵۰۰ ملیینه ډالره په لګښت د جوړیدونکی ډیم په ګډون د داسی پروژو ضرورت دې چی په نظر راځی.
XS
SM
MD
LG