د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خلک راته بلوڅ وایي، زه پښتون یم'


کوټه: د بلوچستان پښتانه د یوې غونډې پر مهال
کوټه: د بلوچستان پښتانه د یوې غونډې پر مهال
رپورټ: نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه
- پر داسې مهال، چې په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړولو بحث روان دی نو د بلوچستان پښتنو هم یو ځل بیا هیله من شوي دي چې دوی ته به هم د دوی پېژندګلوي ورکړل شي.

له پخوا راهیسې، په بلوچستان کې د خلکو غوښتنه ده چې یا خو دې دوی د اوسنۍ، خيبر پښتونخوا برخه وګرځول شي او یا دې هم دوی ته خپله یوه بله صوبه جوړه کړل شي چې په کې به دوی خپل شناخت او هویت ولري.

که نن زما د سیمې یو شناخت [وای]، نو د لاهور اوسېدونکو به ما ته بلوڅ نه ویلای.
په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیاسي فکر یوه مهمه نکته دا ده چې د پاکستان په سیاسي او انتظامي جوړښت کې پښتانه په پينځو بېلو بېلو برخو کې خپاره واره پراته دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خبره، دا پینځه سیمې شمالي پښتونخوا (اوسنۍ خیبر پښتونخوا)، منځنۍ پښتونخوا (قبایلي سیمې)، جنوبي پښتونخوا (د اوسني بلوچستان پښتون مېشته سیمې)، اټک او میاوالي دي.

یاد ګوند که د قامي وحدت خبره کوي نو د محمد عالم په نوم یوه کس هم مشال راډیو ته وویل چې دا ارمان لري چې کله به دا سیمه د پښتونخوا په نوم یاده کړل شي.

عالم وايي دی چې هر بل ښار یا بلې صوبې ته ځي، نو هلته یې خلک د بلوڅ په نامه یادوي.

عالم مشال راډیو ته ګیله من شو او و یې ویل: ((زه اوس کله بلوڅ وم؟ که نن زما د سیمې یو شناخت [وای]، نو د لاهور اوسېدونکو به ما ته بلوڅ نه ویلای.))

پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ډېر پخوا راهیسې پښتون مېشته بلوچستان، د جنوبي پښتونخوا په نامه یادوي، او غوښتنه لري چې دا سیمه دې هر کس د جنوبي پښتونخوا په نوم یادوي.

د یاد ګوند یو مرکزي مشر او د بلوچستان اسمبلۍ پخوانی غړی عبدالرحیم زیارتوال وايي، اوس هم په خپله خبره ټینګ ولاړ دي: ((یو وار پېرنګي (انګرېز) وطن وویشلو او وروسته بیا د پاکستان د جوړېدو پر وخت پښتانه تقسیم شول.))

دی وايي: ((شمالي پښتونخوا ته د خیبر پښتونخوا د نوم په ورکولو کې هم واکمنو د زموږ سیمه له پامه [وغورځوله]))

په بلوچستان کې دا مهال ټولې ۳۰ ضلعې (ولسوالۍ) دي او په دې کې ۱۳ هغه داسې دي چې پښتانه په کې له ۹۵ فیصده هم په زیات شمېر کې اوسي.
XS
SM
MD
LG