د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال طالبان له افغان دولت سره یو ځای شول


د افغانستان د کندهار ولایت نقشه
د افغانستان د کندهار ولایت نقشه
رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- په کندهار کې د يو قومندان په ګډون د وسله والو طالبانو يوه لس کسيزه ډله له دولت سره يو ځاى شوې ده . له دولت سره د وسله والو د يو ځاى شوې ډلې غړو د يوې غونډې پر مهال وسلې پر ځمکه ايښي او ويلې يې دي چې نور به له جګړو لاس اخلي ، په کندهار کې زمونږ همکار سيدشاه سقيم هم دغې غونډې ته ورغلى وو او دغه راپور يې رالېږلى دى.

د وسله والو طالبانو دغه لس کسيزه ډله چې مشري يې د طالبانو يو تن جنګي قومندان ملا شمس الله کوله د ملي امنيت د رياست په دفتر کې له دولت سره يو ځاى شوه او وسلې يې پر ځمکه کېښودې.

د يو ځاى شوې ډلې غړي وايي چې وروسته له هغه يې له دولت سره يو ځاى کېدو ته زړه ښه کړ چې وپوهېدل په افغانستان کې د دوى د جګړې ګټې ځينې بهرني هېوادونه اخلي او سرونه پکې د دوى ځي .

د افغان دولت د مخالفو وسله والو طالبانو قومندان ملا شمس الله اخوند چې تر دې وړاندې يې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د پېنځوسو تنو وسله والو مشري په غاړه لرله وايي په دې ورستيو وختونو کې په دې وپوهېدو چې جګړه مو د ولس پر زيان روانه ده او ګټي يې بهرني هېوادونه اخلي .
دده په خبره دا مهال دى او ورسره ملګري يې حاضر دي چې چېرته هم ضرورت وي په هغه ځاى کې به له افغان دولت يو ځاى کار کوي.

(( تر دې مخکې د پنجوايي ولسوالۍ مسوليت زما په لاس کې وو ، هلته راسره لس دولس دلګۍ وې او د پېنځوس شپېتو طالبانو قومنده مي کوله ، ما به د دولت او بهرنيان پر ضد جګړه کوله او ماينونه به مي خښول، څه وخت وړاندې مي له ځينو قومي مشرانو سره مشورې وکړې او په دې وپوهېدو چې د جنګ ګټه مو نور هيوادونه اخلي تاوان يې افغانانو ته رسېږي. بس هغه وو چې راغلم او دادى له خپلو وروڼو سره يو ځاى شوم، اوس زه او ملګري مي حاضر يو چې چېرته هم ضرورت وي هلته به مونږ د خپل ولس خدمت کوو ))

ملا شمس الله وايي چې دا مهال يې خپل لس تنه ملګري له ځان سره راوستي او هڅه به کوي چې پاتې ملګري هم له دولت سره يو ځاى کېدو ته وهڅوي.

د کندهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال محمد نعيم مومن بيا وايي چې له دولت سره د ملا شمس او د هغه د ملګرو يو ځاى کېدل به په سيمه کې د امنيت په راوستلو ښه اغېزه وکړي.

(( د ملي امنيت د کارکوونکيو ، قومي مشرانو ، د سولې د شورا د غړو او جهادي مشرانوپه همکاري د ملا شمس الله اخوند په مشري يو لس کسيزه ډله راغله او له دولت سره يو ځاى شوه ، دوى دا مهال له خپل ولس ، او هېوادوالو سره يو ځاى شوي دي او نور به جګړه نه کوي))

جنرال مومن وايي چې دوى به د هغو وسله والو چې وسلې پر ځمکه ږدي او له دولت سره يو ځاى کېږي د رزګار غم خوري او د سر ساتنه به يې کوي .

د يادوونې وړ ده چې تر دې وړاندې په کندهار کې د مولوي نور العزيز په مشرۍ چې د طالبانو له لوري د کندز ولايت والي ټاکل شوى وو هم يوه پېنځوس کسيزه وسله واله ډله له دولت سره يو ځاى شوى وه .

مولوي نور العزيز له تېرې څه مودې را په دې خوا د کندهار د حج او اوقافو د رييس په توګه ټاکل شوى دى .
XS
SM
MD
LG