د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پاکستاني خرڅ شوي غلامان


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه
رپورټ: بوریوال کاکړ، مشال راډیو


پراګ
- په پاکستان کې د بشري حقوقو کارکوونکي او د انصار برني ټرسټ مشر انصار برني ویلي دي چې په افغانستان کې یې بندي داسې پاکستاني کسان را خوشي کړي دي چې له تېر اېستلو وروسته هلته خرڅ شوي وو. دی وايي په دې تور کې یو کس نیول شوی هم دی.

د بشري حقوقو کارکوونکی او د انصار برني ټرسټ مشر انصار برني وايي له پاکستان څخه انساني قاچاقبرانو یو شمېر کسان افغانستان ته وړي او هلته یې پر داسې کسانو خرڅ کړي وو چې د غلامانو په توګه یې کار ورباندې کاوو.

دوی له چمن سره نژدې د سپین بولدک په سیمه کې یو ځای وو. په لومړي سر کې خو یې هغه وړي وو او هلته یې بند کړي وو ، او بیا وروسته داسې مالومه شوه چې له دوی څخه یې د خښتو جوړولو لپاره کار اخیسته.

انصار برني زیاتوي چې د فرنټیر کانسټبلرۍ د چارواکو په مرسته یې له افغان چارواکو سره تر تماس وروسته په شخصي زندانونو کې بند دا کسان راخوشي کړي دي.

دا چې دا کسان د پاکستان له کومې سیمې او په څه ډول وړل شوي وو . انصار برني مشال ریډیو ته وویل: (( دا کسان یې د سېند صوبې لاړکانې ته نژدې له قمبر نومي سیمې څخه لومړی کوټې ته د روزګار په بهانه راوړي وو. او بیا یې چمن ته وړي وو او دا د سېند خلک وو د چمن لاره نه وه ورته مالومه ، او له چمن څخه وروسته په افغانستان کې پر یوه بل قاچاقبر په شاوخوا شل لکه روپیو خرڅ کړل شوي وو )).

په دې اړه چې مو کله د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له ویاند صدیق صدیقي سره خبرې وکړې نو هغه وویل چې تر اوسه د داسې پېښې په اړه څه مالومات نه لري او چې مالومات تر لاسه کړي نو به یې په اړه خبرې وکړلای شي .

انصار برني له مشال ریډیو سره په خبرو کې د خوشي شوو کسانو له خولې زیاته کړه چې ((دوی له چمن سره نژدې د سپین بولدک په سیمه کې یو ځای وو. په لومړي سر کې خو یې هغه وړي وو او هلته یې بند کړي وو ، او بیا وروسته داسې مالومه شوه چې له دوی څخه یې د خښتو جوړولو لپاره کار اخیسته)) .

د مشال ریډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې کسانو په تېر اېستلو او خرڅولو کې د لاس لرونکي پر ضد څه شوي دي او که نه ، انصار برني وویل ، نن موږ د خالد په نامه یو کس په امینتي ځواکونو نیولی دی چې د سند صوبې دی او دا کسان ده وړي وو ، او له هغه څخه اوس د پاکستان ادارې پلټنې کوي ً .

انصار برني وايي رسنیو ته په کار ده چې داسې پېښې وڅیړي چې هغه کسان په ګوته کړل شي چې په بشري قاچاقبرۍ کې لاس لري .
XS
SM
MD
LG