د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې اوسېدونکي له شدید بحران سره مخامخ دي


په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د ټل، او د قبایلي سیمې کورمې د پاړه چینار تر منځ سړک له تېرو څلورو کالونو راهیسې تړل شوی دی چې له کبله یې په کورمه کې ۷۰۰۰۰۰ کسان د خواړو او د څښلو د شیانو له کمښت سره مخامخ دي.

په سیمه کې ګراني هم لوړې سطحې ته رسېدلې ده. د پېښور په پریس کلب کې د اهل تشیع مجلس وحدت المسلمین پاکستان په خبري غونډه کې د کورمې د ولس ستونزې په ډاګه کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د پارلېمان د غړو، ازادو رسنیو او د بشري حقونو د ادارو کسان دې سیمې ته واستول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG