د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې کسان نیول شوي دي


کراچۍ: د سېند په مرکز کراچۍ کې د تاو تریخوالي پېښې روانې دي. د ۲۰۱۱ز کال د اګست لومړۍ نېټه
کراچۍ: د سېند په مرکز کراچۍ کې د تاو تریخوالي پېښې روانې دي. د ۲۰۱۱ز کال د اګست لومړۍ نېټه
رپورټ: عبدالحی کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- د پاکستان چارواکي وايي چې په کراچۍ کې يې په تشدد کې د لاس درلودلو په تور شا وخوا ۲۴ کسان نيولي دي.

د دوی په وينا، په ښار کې د سختو امنيتي ګامونو تر پورته کولو وروسته اوس د امنيت وضع په پرتليزه توګه ښه شوې ده.

د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي د سېند صوبې د پولیسو د مشر واجد دراني له خولې ليکي چې دوی د کراچۍ په ځېنو لانجمنو برخو کې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د ده په وينا، پوليسو د چاپو پر وخت، ۲۴ کسان نيولي دي.

د سېند د کورنيو چارو د وزير سلاکار شريف الدين ميمن اژانس ته ويلي چې د ښار په مغربي برخو کې يې اضافي سرتېري ځای پر ځای کړي دي او کور په کور يې تلاشۍ کړي دي.

دی هم د ځېنو کسانو د نيولو تصديق کوي البته چارواکو د نيول شویو کسانو د شناخت په اړه هيڅ نه دی ويلي.

تر دې وړاندې د سېند حکومت اعلان کړی وو چې که هر کس په تشدد کې د لاس درلودونکو په اړه مالومات ورکړي نو ورته به يو کروړ روپۍ په انعام کې ورکړي.

وفاقي او د سېند حکومت تر هغه وروسته، سخت ګامونه پورته کړي کله چې په کراچۍ کې تشدد ډېر زيات شو.

د چارواکو په وينا، يواځې د جولای په مياشت کې ۳۰۰ کسان وژل شوي چې دا په تېرو ۲۰ کالو کې په يوه مياشت کې تر ټولو زیاتې وژنې دي.

د دوی په وينا، په دې کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

کراچۍ چې د پاکستان د اقتصادي هلو ځلو زړه بلل کېږي، هلته اوس کاروباريان او پانګه اچوونکي وايي چې تشدد ورته زیات مالي زيان رسولۍ دۍ.

د رویټرز خبري اژانس په وينا، تشدد سټاک ايکسچېنج هم لړزولی او د چارشنبې په ورځ، انډيکس ۲،۳۳ پورې غورځېدلی وو.

د بروکر انویسټ او فنانس سکروټنيز نومي کمپنۍ مشر خالد اقبال صديقي رویټرز ته ويلي چې د کراچي تاو تریخوالي د مارکيټ د لويدلو يو له مهمو وجوهاتو یوه هغه ده.

د ده په وينا، داسې ښکاري هر کس د کراچۍ حالاتو پريشانه کړي او نه غواړي په کاروباري ډګر کې نوي ګامونو پورته کړي.
XS
SM
MD
LG