رپورټ: ګل ایاز، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د امن راوستو لپاره وفاقي حکومت د انتظامي ګامونو پورته کولو منظوري ورکړې ده.
په دې ترځ کې حکومت د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته، له سیاسي مشرانو سره د خبرو اترو واک سپارلی دی.
په اسلام اباد کې د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، په ولسمشریزه ماڼۍ کې درې د اوچتې پایې غونډې وشوې او د کراچۍ پر حالاتو غور وشو.
په غونډو کې د سېند صوبې د واکمنو پیپلز، عوامي نیشنل، مسلم لیګ فنکشنل ګوندونو وزیرانو ګډون وکړ.
د درې واړو غونډو مشري د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، او ولسمشر اصف علي زرداري وکړه.
له ولسمشریزې ماڼۍ په خپور شوي بیان کې ویل شوي پر دې مهال د کراچۍ پر حالاتو او په ښار کې د امن راوستو لپاره پر بېلا بېلو وړاندیزونو غور وشو او دې ته یې حتمي شکل هم ورکړ.
په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي، له دوشنبې تر پنجشنبې پورې په دې ښار کې ۳۴ کسان وژل شوي دي.
د ښار سرجاني ټاون، سایټ او د لانډي سیمې له بد امنۍ زیاتې متاثره شوې دي.
د چار شنبې او د زیارت تر منځ د شپې پر مهال له ښاره د څلورو کسانو مړي تر لاسه شوي دي.
څلور واړه، تر وژنې وروسته په بوجیو (بوریو) کې اچول شوي ول.
په کراچۍ کې د تېر زېږیز کال پر مهال هم هدفي وژنې روانې وې او سږ کال هم تر وقفو وروسته دا لړۍ روانه ده.
د سېند حکومت د امنیت پر ځای کولو لپاره د فرنټییر کانسټیبلري د امنیتي ځواک سرتېري ځای پر ځای کړي دي.
حکومت ایف سي ته د پولیسو واک ورکړی دی.