د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشکوکه امریکايي ډرون بریدونو ۴ تنه مشکوک اورپکي وژلي


په شمالي وزیرستان کې سرکاري چارواکي وايي، د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په تازه برید کې څلور تنه مشکوک وسله وال وژل شوي.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال ريډيو ته ويلي په وژل شوو کسانو کې دوه د تحریک طالبان پاکستان او دوه ازبک وسله وال دي.

د ډرون الوتکو دا برید د نهې په ماښام د قطب خیلو په اړوندو کې چې دمیرانشاه په شاوخوا پېنځه کلومټرۍ کې پروت دی پر یوه موټر برید وشو چې پکې سپاره څلور واړه مشکوک اورپکي ووژل شو



په قطب خیلو کې دا برید په داسې حال کې شوی چې دغو الوتکو د دوشنبې په ورځ پر جنوبي وزیرستان هم ورته برید کړی و.

د جنوبي وزیرستان د برید په اړه د هغې سیمې چارواکي وايي چې د وروستیو راپورونو له مخې وژل شوي څلور واړه د القاعده ډلې اړوند ترکمنستاني جنګيالي وو چې ویل کیږي په سیمه کې په ګڼ شمير کې موجود دي.

په شمالي وزیرستان کې د تحریک پاکستان طالبان هم ټینګ مرکزونه لري


په تیرو دوو ورځو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان د مشکوکو اورپکو پر ټکانو بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي په اسلام اباد کې د امريکا ځانګړی استازي مارک ګروسمېن سره د دوه اړخیزو روابطو د بیرته فعالولو په باب چې په مې میاشت کې په دې هیواد کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته خړ پړ شوي په خبرو بوخت وو.

په هغه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویل شوي چې ولسمشر آصف علي زرداري مارک ګروسمېن ته ویلي که له افراطي وسله والو سره د جګړې شرایط روښانه نه شي نو امکان لري چې د دواړو هیوادونو اړيکي زیانمن شي.

پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پيلوټه الوتکو دحملو د بندولو غوښتنه کوي خو امریکا دغه سیمې د القاعده او طالب وسله والو پاخه مرکزونه ګڼي او دا بریدونه د ځايي خلکو نه بلکې د همدې ډلو پرضد ښيي.
XS
SM
MD
LG