د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ډرون برید مشکوک اورپکي وژلي


د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په امریکایی ډرون برید کې لږ تر لږه 4 وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ځایی انتظامي چارواکي وایي، دغه برید تېر ماښام د میرام شاه په قطب خېل سیمه کې شوی چې پکې په یوه ګاډي کې سپاره وسله وال په دوو توغندیو په نښه شوی .

د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال ريډيو ته ويلي په وژل شوو کسانو کې دوه د تحریک طالبان پاکستان او دوه ازبک وسله وال دي.

په شمالي وزیرستان کې په روانه میاشت کې دا دویم امریکایي ډورن برید دی .دا سیمه د اورپکو او په تېره د حقاني شبکې یو مهم پټن ځای ګڼل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG