د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورپکو پر وړاندې ډرون کارولو پېچلۍ بحث


د امريکا دې نيشنل انټرسټ مجله د ډرون بريدونو په اړه د روانو بحثونو په اړه په خپره شوې مقاله کې وايي، چې ځینې کارپوهان فکر کوي د پاکستان په ګډون په نورو هيودادونو کې د ډرون کارولو تګلاره اوږد مهاله ناوړه اغيز لرلای شي خو ځیني بيا دا يوه اغيزمنه لاره بولي.


د دې نيشنل انټرسټ ليکوال مالو اېنوسېنټ خپله مقاله د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا له هغې خبرې پيلوي چې دوی القاعده ته په سټريټیجکي ماتې ورکولو نږدي شوي دي.

د ليکوال په وينا د نوموړي دا څرګندوني ځیني کارپوهان په دې معنی اخلي چې ګواکې دا د سي آی اې له خوا د ډرون د اوه کلنی تګلارې د جاج اخیستو يو ډول څرګندويي کوي.

خو دده په وينا د ملي استخباراتو پخواني مشر ډينس بليیر بيا په پاکستان، يمن او صوماليه کې د ډرون يو اړخيزه استعمال غلطي بولي.

نوموړی وايي چې بايد په پاکستان کې د ډرون بريد د اسلام آباد په همکاري هغه وخت وشي کله چې دواړه هيوادونه سره سلاشي چې ډرون بايد کوم ځای په نښه کړي.

خو خپله ليکوال بيا بيل نظر لري او پوښتنه را پورته کوي چې ولې د القاعده پر ضد امريکا د پاکستان اجازت ته انتظار وکړی.

ليکوال دليل ورکوي چې د ښاغلې بليیر خبره ځکه سمه نه ده چې لومړی خو خپله د پاکستان په استخباراتي ادارې آی ايس آی کې دننه او يا ورسره تړل شوی کسان په افغانستان کې پر امريکا او اتحادي ځواکونو پرله پسې بريدونو کوي.

لیکوال بل دليل دا ورکوي چې په ځینو موقعو داسې هم ليدل شوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګرو د وژلو يا نيولو پر وخت هغه له مخي ايستل شوي او بچ کړل شوي دي.

ليکوال د امريکا د ترهګری د مخنیوي د ادارې د پخواني مشر مايکل اي ليټر د رواني اونۍ په پيل کې د کړې خبري حواله ورکوي. نوموړي ويلي وو چې دا سمه او کره خبره نه ده چې ګواکې القاعده د ماتيدو په څوکه ولاړه ده .

دده په وينا د القاعدې مشران او تنظيمي ساخت اوس هم په پاکستان کې پر ځای دی او کله هم بريد کولی شي.

لیکوال د ترهګری د مخنیوي د ادارې د اوسني مشر مېتيو اوسلن د سينټ د استخباراتي ادارې کميتې ته د ورکړل شوی بيان ذکر هم کوي.

دی وايی نوموړي وویل چې القاعدې ته د سټريټيجک ماتې معنی داده چې کله له القاعدې څخه خپله امريکا او ددې هیواد نړيوالو ګټو ته وروړاندي ټول خطرونه له مينځه ولاړشي.

ليکوال وايي دا هم يو ستونزمن کار دی. دده په وينا چې امريکا د جنګونو او مداخلو له لاري دا خطرونه له مينځه وړي خو ددې له تاوانو څخه يو غير شعوري تاوان دا هم دی چې دا په لويديځ کې پيدا شوي مسلمانان تندلاري يا ريډیکل کوي
XS
SM
MD
LG