د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جنوبي وزیرستان برید، ۳ اورپکي وژل شوي


پر قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه مشکوکه امریکايي الوتکو په برید کې درې مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي برید نن غرمه په دولس بجې شوی دی. د سیمې انتظامي چارواکي وايي برید د واڼه د برمل تحصیل په نرګسۍ سیمه کې شوی دی. د برید پر مهال یو مشکوک موټر په نښه شوی دی. چارواکي وايي د وژل شویو تعلق د ملا نذیر له اورپکې ډلې سره دی. د تېرې میاشتې په دولسمه هم پر جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ۱۳ مشکوک اورپکي وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG