د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرو پټنځایونه اوس هم مهم ګواښ دی


د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن ویلي په پاکستان کې د اورپکو محفوظو ځایونه اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د اوږد مهاله ثبات او کرارۍ راوستو په لار کې مهم خنډ دي.

ملن د یکشنبې په ورځ، په افغانستان کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي د اوباما حکومت پر پاکستانیو چارواکو فشار راوستو ته دوام ورکوي چې د حقاني شبکې او نورو اورپکو ډلو پر ضد ګامونه واخلي. ده وویل دا ډلې په پاکستان کې محفوظ پټنځایونه لري. ملن وویل داسې مالومات لري چې د طالبانو ځېنې مشران د روژې په میاشت کې له افغانستانه بیرته پاکستان ته ځي خو اټکل نشي کولای چې په دې میاشت کې به څه کېږي: ((د روژې په مناسبت، دا ګرانه ده چې وړاندوینه وشي چې څه به کېږي. یقیناً د تېرې څه کم یا زیاتې لسیزې د پوځي دندې پر مهال ما په ښه ډول وړاندوینې نه دې کړې. نو دا اټکل کول چې د اګست په میاشت کې به څه کېږي، زه په ريښتوني ډول نه پوهېږم او موږ به ګورو.)) ده وویل هیڅ نشي ویلای چې تاو تریخوالی به زیات شي او که کم. ملن وویل په ځېنو سیمو کې ښکاري چې وسله وال طالبانو کمزوري شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG