د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پور په حد، په امریکا کې موافقه وشوه


د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي د یو بل مخالفو د ډیموکراټ و ریپبلیکن ګوندونو سیاستوالان تر خپل منځ سلا ته رسېدلي دي چې په دې ډول به دوی امریکايي حکومت له دیوالیه کېدو وژغوري.

اوباما د یکشنبې په ورځ په واشنګټن کې دا اعلان وکړ: ((اوس هم ډېرې مهمې رایې پاتې دي چې د کانګرس غړي به یې اخلي، خو زه غواړم اعلان وکړم چې په دواړو خونو کې، د دواړو ګوندونو مشران موافقې ته رسېدلي دي چې تاوان به کموي، او د دیوالیې مخه به نیسي. داسې دیوالیه چې زموږ پر اقتصاد یې ورانوونکی تاثیر لرلای شو.)) په یوه لنډ بیان کې اوباما د دې موافقنامې هرکلی وکړ چې د امریکايي حکومت د پور د حد زیاتولو لپاره ده. خو دا هر څه به لومړی د استازو په جرګې او بیا په سینېټ کې منظورېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG