د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مومند ایجنسۍ دطالبانو دراتګ اقتصادي اغیز


د مومندو ايجنسي چې یو غرنيزه علاقه ده او لوړ او دنګ غرونه یې په بیلا بیلو ښکلو سنګ مرمرو ډک دي . د مومندو له يکه غونډ نه واخلې بیا تر غلنۍ پورې د سنګ مرمرو تراښلو ګڼې کارخانې دي .ددغه سیمې کاڼي په ټول پاکستان کې زیات شهرت لري چې د خلکو د ګټې وټې یوه لویه سرچینه بلل کېږي.

سيلم ساپی وايي چې د مومند ايجنسی اقتصاد له منځه تللی دی ، بلکی په ټوله قبایلي سيمه کې اقتصادی وضعه خرابه ده او خلک نورو ځایونو ته په مزدورۍ کولو مجبوره شوي دي.

له دې علاوه د مومندو اوسېدونکي کرکرونده هم کوي او ګڼ خلک یې د مزدورو لپاره ښاريو ته مخه کوي. خو په سیمه کې د اورپکیتوب له راتلو سره د مومندو ځايي اقتصاد ته ډېر سخت زیان اوښتی دی.


د اورپکو طالبانو وهلو لپاره په ۲۰۰۳م کال په لومړي ځل د پاکستان پوځ سیمې ته واستول شو خو په لرې پرتو سيمو کې یې ډیره موده تيره نه کړه. او بیا په ۲۰۰۷ کال کې په مومندو کې وسله والو طالبانو خپلې کاروایانې زياتې کړې . د طالبانو له راتګ سره که يو خوا خلکو له سیمه کډه وکړه نو بلخوا د مومندو اقتصاد ته هم ډير زيات زيان ورسيدو.

د طالبانو پرضد د پوځي عملياتو له کبله د مومند ايجنسۍ د لري پرتو سیمو خلک چې له افغانستان سره پر پوله دي خلک یې اوس هم محصور دی. د پوځي عملياتو له امله لارې بندې دي .

د د مومندو تورې تیږې یو اوسېدونکی محمد ايوب مشال ريډيو ته وویل چې په سيمه کې د خوراک څښاک څيزونو نشتوالي له امله خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ دی.


په اسلام اباد کې څيړونکی سيلم ساپی وايي چې د مومند ايجنسی اقتصاد له منځه تللی دی او د جنګ جګړې یو نوی اقتصاد رامنځ ته شوی دی. دده په خبره چې چې نه يواځې په مومند ايجنسۍ بلکی په ټوله قبایلي سيمه کې اقتصادی وضعه خرابه ده او خلک نورو ځایونو ته په مزدورۍ کولو مجبوره شوي دي.


د مومند ايجنسی زيات تره خلک د کاروبار لپاره په پېښور کې مېشت دي،په همدې ښار کې خبريال عظمت ګل وايي چې د مومندو د خراب امنيتی وضعی له کبله کاروباري خلک په دې سيمه کې نه کاروبار او نه هم سرمایه کاري کولای شي.

خو ددې هر څه حالاتو باوجود په پيښور کې ميشت د مومند ايجنسۍ د اتمرخيلو يو ملک تاج محمد مومند هيله مند دی چې د امن خبرو سره دا روان حالات ښه کيدای شي او د سيمی اقتصاد هم يو وار بيا په خپلو پښو درېدلای شي.


د مومند ايجنسی اوسيدونکی وايي چې اقتصاد هغه وخت ښه ګټه کولای شي چې له یوې سیمې بلې ته پاخه سړکونه جوړکړل شي او د پاکستان وفاقی حکومت باید د حالاتو او د ولس امنيت ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG