د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېلاب ځپلو ته پیسې ورکوو


د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین ویلي دا ځل به حکومت له هغو خلکو سره مالي مرسته کوي چې تېر کال یې ريښتیا په سېلاوونو کې کورونو او نورو شتمنیو ته زیان رسېدلی وو.

میا افتخار حسین وویل د تېر کال د سېلاوونو پر مهال ۴۰ لکه خلک متاثره شوي ول او دا چې د دوو میاشتو دننه به ځپل شویو ته وطن کارډونه ورکړي چې خلک به بیا له دې لارې پیسې تر لاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG