د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:لوبغالي نشته خو کرکټ لوبه مخ په زیاتېدو ده



نقیب الله متونوال خوست

خوست د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دي چې د کرکټ لوبه پکې ډېره زیاته کېږي او مینه وال هم زښت ډېر دي ، خو لوبغاړې د مناسب میدان او لوبغالي د نه شتون شکایت کوي او غوښتنه کوي،چې دې خوا ته دې پاملرنه وشي.

د خوست كركټ بورډ وایی چې د ښار په لویدیځه برخه كې ۲۵جریبه ځمکه ورکړل شوې اوهم د افغانستان د کرکټ بورډ ژمنه کړې چې دوه میلونه ډالر ورته ځانګړې شوې چې په خوست کې د کرکټ لوبې لپاره يو معياري لوبغالى جوړ کړې.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې په دې وروستیو څو کلونو کې په نړیواله کچه پرله پسې بریاوو د هیواد دننه د کرکټ مینه وال زیات کړې او مخ پر زیاتیدو دې په شاړو ځمكو او حتى په خوړونو كې هم ځوانان ليدل كيږي، چې د كركټ لوبه كوي. خو ستونزه دا ده، چې د هیواد په هغو ولایتونو کې هم د کرکټ لپاره لوبغالې او میدانونه نشته چې اوس هم د هیواد په ملې لوبډله کې نړیوالې سیالۍ کوې .

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا هم دوه ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي او ډير ژر به دلته د یومعیارې کرکټ لوبغالي د جوړیدو چارې پيل شي.

خوست هم د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دي چې د کرکټ مینه وال پکې ډیرزیات او دا لوبه زیاته شوې ده، خو لوبغاړې د مناسب میدان او لوبغالې د نه شتون له امله شکایت کوې چې ولې دې خوا ته پاملرنه نه کیږې. دوی وایی د کرکټ بورډ لخوا ورسره ژمنه هم شوې وه، چې په خوست كې به د كركټ معياري لوبغالى جوړيږي، خو تر اوسه عملا پدې برخه کې کار ندې شوې

د خوست د کرکټ بورډ مشر امان الله نیازۍ وایی چې د ښار په لویدځه برخه (بادام باغ) كې ۲۵جریبه ځمکه ورکړل شوې چې د کرکټ میدان به پکې جوړیږې او هم د افغانستان د کرکټ بورډ وعده کړې چې دوه میلونه ډالر ورته ځانګړې شوې چې په خوست کې د کرکټ معياري لوبغالى جوړ کړي.دی زیاتوي، د خوست ولايت مقام د ښار په لویدیځه برخه بادام باغ كې ۲۵جریبه ځمکه راكړه او د لته په خوست كې يې د رسمي اړولو چارې بشپړې شوي او د ځمكې اسناد د افغانستان د کرکټ بورډ ته استول شوي. د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا هم دوه ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي او ډير ژر به دلته د یومعیارې کرکټ لوبغالي د جوړیدو چارې پيل شي.٬٬

د خوست د المپیک مشر عزیزملنګ وایی، چې د هندوستان سفارت هم له شلو تر ۲۵ لکو ډالرو د پیسو د ورکړې ژمنه کړې چې ډیر ژر به د کرکټ بورډ له لورې به په خوست کې د یومعیارې کرکټ لوبغالي د جوړیدو چارې پيل شي.
نوموړی زیاتوي، د هندوستان سفارت د افغانستان د کرکټ بورډ سره وعده کړې، چې له شلو تر ۲۵ لکو ډالر به د خوست د کرکټ بورډ ته وركوي او دوى درې اونۍ وروسته به دلته د یو ښكلى په نړيوال معیار برابر کرکټ لوبغالي د جوړیدو د بنسټ ډبره كيښودل شي٬٬

اوسمهال په خوست کې څلور روزنيزې اکاډمۍ د کرکټ لوبې د زده کړې په برخه کې کار کوي او په سلګونو ځوانانو ته پکې د کرکټ لوبه ښودل کیږې.
XS
SM
MD
LG