د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پینځه وژل شوي


د پاکستان د سېند په مرکز کراچۍ کې د هدفي وژنو پر مهال پینځه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي د جمعې په ورځ په وژل شویو کې د سېند هايي کورټ دوه وکیلان او د سني تحریک یو غړی هم شامل دی. دوی وايي، دواړه وکیلان کورونو ته روان ول چې وسله والو پر ډزې وکړې. د وکیلانو د ټولنې یو مشر اقبال شاه وايي د وژنو پر ضد یې د شنبې په ورځ په ټوله صوبه کې له عدالتونو پرېکون کړی دی. بل خوا د سېند حکومت په کراچۍ کې، د شنبې په ورځ، د امن په نوم د لاریون اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG