د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورکیې کې د لوړ پوړو پوځیانو استعفا


د تورکیې د پوځ مشرانو له اسلام پلوه حکومت سره تر اختلافاتو وروسته، له خپلو دندو استعفا ګانې ورکړې دي.

د تورکیې د ټولو ځواکونو مشر جنرال لیسک کوسانر د ځمکني، بحري او هوايي ځواکونو له مشرانو سره په ګډه استعفا ورکړې ده. د حریت په نوم یوه ویبپاڼه د جنرال کوسانر له خولې وايي چې دی د ځېنو بندي شویو پوځي افسرانو پر ضد، له عدالتي معاملو سره د اختلاف له کبله، احتجاجاً استعفا ورکوي. د ده په خبره، ((که داسې و نکړي نو د دې مانا به دا وي چې دی نور د خپلو ماتحت کار کوونکیو د حقونو دفاع نشي کولای.)) د وزیراعظم رجب طیب اردغان له دوتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې، د تورکیې ځواکونه به یو موټی وي او له همدې جذبې سره به خپله دنده تر سره کولو ته دوام ورکوي. بیان وايي جنرال نکدت اوزل د وسله والو ځواکونو نوی مشر ټاکل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG