د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هېلمند کې چاودنه


د افغانستان په هېلمند ولایت کې د سړک تر غاړې په شوې چاودنه کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

چاودنه د ګریشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې هغه مهال شوې ده چې له سپرلیو ډک یو موټر پر سړک روان وو. د هېلمند د والي ویاند داود احمدي مشال راډیو ته ویلي په چاودنه کې له ۱۱ تر ۱۸ پورې کسان وژل شوي دي: (( دوښمن ماینونه ښخ کړي ول. یو فلاینګ کوچ موټر په ماین ورغلی دی. یو رقم دا دی چې ۱۱ تنه شهیدان شوي، یو دا چې ۱۸. خو اوس، پولیس هلته ورغلي چې نور ماینونه خنثا کړي.)) دی وايي د ((طالبانو یا ترورستانو په ښخ کړل شوي ماین ملکي موټر ختلی دی چې له بده مرغه هېواد والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG