د لاسرسي ځای

تازه خبر

سویس وګړي د طالبانو په ولکه کې


په پاکستان کې طالبانو ویلي دي، موده مخکې له لورالايي تښتولي شوي سویس وګړي له دوی سره دي.

د طالبانو یوه مشر ولي الرحمان مشال راډیو ته یو پیغام را استولی دی چې په کې هغه دا پخلی کړی دی چې دواړه سویس وګړي له دوی سره دي. ولي الرحمان ویلي دا دوه سیلانیان به هله خوشې کوي چې امریکا، اوروپايي قومونه او د سوېټزر لینډ اوسېدونکي ډاکتره عافیه صدیقي خوشې کړي. دی زیاتوي که چېرې عافیه صدیقي خوشې نه کړل شوه نو بیا به د ده په خبره، د طالبانو شرعي جرګګۍ د سویس وګړو د راتلونکې پرېکړه وکړي. دا مهال دا کسان، د وزیرستان په یوه نا مالوم ځای کې یرغمال ساتل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG