د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید ولې پاکستان ته پوځې مرستې ورکړي؟


د امریکا او پاکستان بیرغونه
د امریکا او پاکستان بیرغونه
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: نیو یارک ټایمز

واشنګټن
- نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د ولسمشر باراک اوباما د حکومت دا پرېکړه چې پاکستان ته له کالنۍ ۲ اربه ډالرو پوځي مرستو دې ۸۰۰ میلیونه ډالره وځنډول شي، په سمدستي ډول دا پوښتنه پیدا کوي چې ولې باید امریکا پاکستان ته پوځي مرستې ورکړي؟

سپینې ماڼۍ دا ګام تر هغې وروسته واخیست چې اسامه بن لادن د پاکستان له پوځي اکاډمۍ سره نېږدې، ژوندی ومیندل شو او پاکستان بیا امریکايي روزونکي له هېواده و ویستل.

ورځپاڼه لیکي اسلام اباد باید دا د جدي خبرداري په توګه واخلي چې د دې هېواد د دوه مخیزه لوبو لپاره د واشنګټن صبر نور تمام شوی دی. خو که چېرې د دواړو هېوادونو تر منځ حالات تر اوږد مهاله همداسې وي نو دواړه به یې قیمت ورکوي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي پاکستان ته ټوله پوځي مرسته بندول به لویه غلطي وي.

امریکا مخکې هم د دې هڅه کړې ده او بیا یې ورانووکې نتیجې لیدلې دي. د ۱۹۹۰ په لسیزه کې واشنګټن د پاکستان د نا قانونه اټومي پروګرام له کبله غوسه وو او د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته د افغانستان په اړه هم وار خطا نه وو نو د پاکستان شا و خوا ټول ملاتړ یې بند کړ. د پاکستان پوځ او دا هېواد تر اوسه د دې په اړه نا خوښ دي.

که چېرې مرستې پوره بندې کړل شي نو دا به القاعده او نورو اورپکو ته د ماتې ورکولو لپاره د پاکستان د مسلسلې همکارۍ هیلې هم ورکې کړي. د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان پاکستان، افغانستان ته د شیانو د لېږدلو د لارې په توګه کاروي. که له طالبانو سره د کوم سیاسي تړون امکان وي، نو پاکستان به هم په کې شریک وي.

ورځپاڼه لیکي همدا راز، د ۱،۵ اربه امریکايي ډالره ملکي مرستې چې د انرژۍ، سکولونو، او نورو پروژو لپاره دي، د دې بندول به هم د کمې هوښیارۍ کار وي.

دا مرستې باید په سم او ښه ډول انتظام کړل شي، خو هیله دا ده چې دا مرستې به د د زیات مستحکمه او لږ مشکوک پاکستان په جوړولو کې کومک وکړي.

ورځپاڼه لیکي، هغه مرستې چې اوس ځنډول شوې دي، په کې ۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالره د هغو ۱۰۰۰۰۰ پاکستانیو سر تېرو لپاره دي چې له افغانستان سره پر پوله ځای پر ځای کړل شوي دي. دا سرتېري په قبایلو کې له اورپکو سره جنګېږي. خو، همدا سرتېري بیا د حقاني اورپکې ډلې پر ضد نه جنګېږي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري په نښه کوي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، ولسمشر اوباما باید له اسلام اباد سره کار کولو ته دوام ورکړي. خو دا سمه ده چې هغه وښيي چې اوس بې له څه شرطه د امریکايي ملاتړ وخت تېر شوی دی.
XS
SM
MD
LG