د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روزګان بریدونو کې د بي بي سي خبریال هم ووژل شو




له اروزګان ولایت څخه را رسېدلي راپورنه وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت پر څو مهمو حکومتي ځایونو حملې کړي، چې 3 تنه په کې وژل شوي او 30 نور ټپیان دي.

په وژل شويو کې د بي بي سي او پژواک خبريال احمد اميد خپلواک هم شامل دى.

د بي بي سي خبریال احمد امید خپلواک

د اروزګان چارواکو مشال ریډیو راډیو ته وویل، چې دغه حملې په ترینکوټ کې د ولایت پر مقام، امنیه قوماندانۍ، راډیو تلویزیون او د ښار پر سر نن غرمه پيل شوې چې وروسته نړېوال ځواکونو د افغان ځواکونو مرستې ته راغلل او یو شمېر ځان وژونکي وژل شوي دي.

د افغان پوځ چارواکي وايي، چې دوو تنو ځان وژونکي حملې کړي.

د اروزګان د عامې روغتیا رئیس اغا خان میاخیل وايي، چې روغتون ته 3 مړي او 30 ټپیان ور وړل شوي دي.

وسله وال طالبان وايي، چې دې حملې ته یې 6 حمله کوونکي لیږلي.
XS
SM
MD
LG