د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په متون کې د ناټو ننواتې ومنل شوه


د ناټو ځواکونو د مقتولینو کور ته په ننواتې کې پسونه هم وړي وو
د ناټو ځواکونو د مقتولینو کور ته په ننواتې کې پسونه هم وړي وو
ناټوځواكونو د هغې پېښې له امله بخښنه وغوښته چې څو ورځې وړاندې يې د خوست په متون سيمه كې د دروو كورنيو اتو غړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ددغه پېښې په اړه د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د څيړنو امر وركړی وو چې وروسته په څيړنو كې وژل شوي او ټپيان ټول ملكي وګړي وبلل شول.

دا كسان په تېروتنې سره وژل شوي دي او د ننواتي په ډول مو د پښتني دود له مخې هرې كورنۍ ته پسونه راوستي دي او هيله من يو چې و به مو وبخښي.

خو د سې شنبې په ورځ په خوست كې د ناټو قوماندان ډګرمن كارل ټونرهم ومنله چې هغه ټول وژل شوي كسان بي ګناه او عام خلك وو،

دوى يادو كورنيو ته د تسليت مراتب وړاندې كړل او د خوست چارواكو او يوشمېرقومي مشرانو پروړاندې يې د افغاني دود له مخې په ننواتي كې هرې كورنۍ ته پسونه وروستل .

هغه مراسم چې په همدې اړه د خوست د ميلمستون په ودانۍ كې جوړ شوي وو،په هغې كې د ناټوځواكونو ځايي قوماندان ډګرمن كارل ټونر د خوست والي او نظامي او ملكي چارواكو، قومي مشرانو او د خوست ولايتي شورا وكيلانو هم ګډون كړي وو.

په خوست كې د ناټو ځايي قوماندان ډګرمن كارل ټونرد يادو كورنيو له غړو بښنه وغوښته او ویې ويل، دا كسان په تېروتنې سره وژل شوي دي او د ننواتي په ډول مو د پښتني دود له مخې هرې كورنۍ ته پسونه راوستي دي او هيله من يو چې و به مو وبخښي.٬٬

دخوست والي عبدالجبار نعيمي وويل، زموږ پلټنو هم وښودله چې وژل شوي كسان بې ګناه وو او په راتلونكي كې باید د دا ډول پيښو مخه ونيول شي.

د خوست يو تن قومي مشرميرزمان صبري وويل چې په پښتنوكې مړى هغه مهال بښل كيږي چې قاتلين خپله تېروتنه ومني او مقابل لوري ته په ننواتي ورشي نو ځكه خوست ميشتو نن د ناټو ننواتي ومنله.

د خوست ولايتي شورا وكيلانو هم خپل دفترچې په همدې احتجاج كې يې بندكړى وو، پرانستلو.

او د يادو كورنيو غړو اوقومي مشرانو افغان اوناټوځواكونو ته وويل چې دا ځل يې ننواتي ومنل شوه خو بيا دې داسې نه كوي او په راتلونكې كې بيا دې د داسې پېښو مخه ونيسي.

دوې اونۍ وړاندې د خوست د متون په توره وړۍ كلي كې د شپې پرمهال په عملياتو كې د ښځواو ماشومانو په ګډون د دريو كورنيو شپږ غړي وژلي او دوه نوريې ټپيان كړي وو.

هغه مهال ناټو وويلي، چې د حقاني ډلې اړوند وسله وال يې وژلي دي خو د سيمې خلكو د همدې پېښې په غبرګون كې لاريون كړى وو او پكې د وژل شويو كسانو جنازې يې د احتجاج په ډول د خوست والي او ولايتي شورا دفترونو ته وروړې وې.

خوست ميشتو د پېښې په اړه د څيړنې غوښتنه كوله او د خوست ولايتي شورا هم په احتجاجي ډول خپل دفتر تړلي وو.
XS
SM
MD
LG