د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستان لږ مرسته بندول لوی تاوان لرلای شي



فارن پالیسي مجله لیکي، د امریکا د کانګرس غړي د ترهګرۍ ضد نړیواله مبارزه کې د پاکستان له روله نه دې خوشاله، نو ځکه غواړي، په راتلونکو کې پاکستان ته په امداد ورکولو فکر وکړي.


په فارن پالیسي مجله کې جیمز ټراب لیکي، په پاکستان کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو څه دوه اونۍ وروستو دې د امریکا د سینټر جان کیری سره پاکستان ته لاړو، د دغه سفر په مهال لیکوال واېي ، سینټر کیري ورته وویل، چې د امریکا د کانګرس غړي پر دې نه دي خوشحاله ، چې امریکا دې د دغه هیواد سره نورې مرستې وکړی ، او زیاتوي پاکستان د ترهګری ضد نړیواله مبارزه کې مخلصه کار نه کوي.

سینټر کیري واېي، دې خبرې ته د کتلو ضرورت دی چې پاکستان په کوم سمت روان دې ، او زیاتوي د دغه هیواد پوځ ته یې دا هم ویلي چې د بن لادن د اسلام اباد سره نزدې په ایبټ اباد کې د وژلو وروستو د کانګرس غړي پر دی فکر کوي چې امریکا دې د خپل دې مشکل ملګري هیواد سره مرسته بنده کړي.

د جون په میاشت کې چې کله امریکا پاکستان ته دا وویل، چې دوی دې هغه کارخانې بندې کړي، چې بمونه پکې جوړیږي او بیا په افغانستان کې د نیټو ځواکونو خلاف استمالیږي.
له دغې وروستو د سي آی اې ډرون الوتکو هغه تصویرونه هم راخیستې، چې اورپکې د بمونو د جوړولو ځایونو نه الات وړي، او د اورپکو د تلو ډیر وروستو د پاکستان پوځ دغه ځایونو ته ځي.

له دې وروستو باراک اوباما انتظاميیه د زغم له حده ووته ، او پاکستان ته یې د پوځي امداد په برخو کې ۸۰۰ ملینه ډالره ودرول، چې د ترهګرۍ په ختمولو کې د دغه هیواد له روله نه دي خوشحاله.

په افغانستان کې هم سره له دې چې د امریکا یو لک پوځ وو، او ۱۲۰ بلینه ډالره هم د کال استعمالوي، خو په دغه هیواد کې یې خپل اثر ډیر لږ پرځای کړی دی.

او د امریکا هغه کوششونه هم ناکامه شوي ، چې په دغه هیواد کې یو ښه حکومت راولي، او پر دغه موضوع اوس د افغان ولسمشر حامد کرزي سره نورې خبرې نه کوي . او دا ځکه هم چې امریکا اوس پر دې پوهه ده، چې افغانستان د امریکا لپاره خطر نه لري، خو پاکستان د امریکا د داخلي امنیت لپاره خطر لرلی شي.

لیکوال جیمز ټراب واېي، د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده په شمول یو شمیر اورپکې ډلې پټن ځایونه لري. دغه هیواد چې څه ۱۸۰ میلیون ابادي او ایټمي وسله لري، یو مشکل جوړونکی ملک دی.

جیمز ټراب د یو امریکايي سفارتکار د خولې لیکي، چې د پاکستان افغانستان لپاره د امریکا پخوانې خاص استاذې رچرډ هالبروک د پاکستان سره په ګډه د کار کولو نه نه ډیر پر امیده وو، چې ددې به ښه نتیجې رامخې ته کیږي.

او زیاتوي که امریکا وغواړی نو اوس هم د پاکستان نه هغه څه تر لاسه کولی شي څه چې غواړي، او کیدای شي له دغه وروستو پاکستان دغه هر څه د خپلې خود مختارۍ خلاف وګرځي.

لیکوال دا هم واېي امریکا غواړي دغه هر څه د پاکستان نه بغیر وکړي ، خو نه یې شي کولی، نو ځکه دې پریږدي، چې پاکستان ته پوځي او غیر پوځي امداد ورکړي.
XS
SM
MD
LG