د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ناروې کې چوپتیا غوره کړل شوه


ناروېژیايي وګړو نن د وژل شویو کسانو په ویر د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د جمعې د ورځې په چاودنه او ډزو کې ۹۳ کسان وژل شوي ول. ۳۲ کالن، ناروېژیايي اندرې بېهرنګ بریویک چې د بریدونو پړه یې په غاړه اخیستې، نن عدالت ته وړاندې کېږي. په پلازمېنې اوسلو کې د حکومتي ودانیو د باندې په چاودنه کې اووه کسان، او ساعتونه وروسته د یو ټویا پر ټاپو د ډزو په پېښه کې ۸۶ کسان وژل شوي ول. د اوسلو د ولسوالۍ عدالت د پولیسو او حکومتي وکیلانو په غوښتنه پرېکړه کړې ده چې تر تړلي ور شا ته به د بریویک مقدمه اوري. رپورټونه وايي بریویک له سختدریځي ښي لاسي او اسلام ضد ډلو سره اړیکي لري او د ننۍ اورېدنې پر مهال به هغه د دې وضاحت کوي چې د جمعې د ورځې تر کارونو شا ته یې محرکات څه ول؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG