د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تندلاریتوب او اورپکیتوب د وهلو لارې چارې



د پاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې ډان ، د لیکوال خادم حسېن یوه مقاله خپره کړې ده په کوم کې چې نوموړي په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر یوه داسې تګلاره بحث کړی دی چې پنځه برخې لري.

لیکوال په دې مقاله کې لیکي ، سیمه ییز او نور هیوادونه په دې کې پاتې راغلي دي چې د اورپکيتوب د لاملونو او زیاتېدو په منځ کې توپیر وکړي.

د مقالې په لیکنه ، دا د د امنیتي ادرو ، حکومتونو ، ښکار شوو هیوادونو ، د سیمې او نورې نړۍ لپاره د نورو پېچلتیاوو او ناامېدۍ سبب ګرځي. په پاکستان او افغانستان کې د یاغیتوب ، ترهګرۍ او اورپکیتوب د مخنیوي لپاره د یوې هراړخیزه تګلارې نیشتوالی د دې ستونزې په پېچلتیا د نه پوهېدو لامل دی.

مقاله زیاتوي ، د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته به کار ده چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې پنځه اړخه لرونکې تګلارې ته پام وکړي.

لومړی دا چې د اورپکو د مخنیوي لپاره په چټکه د خبرو اترو پیل کول په کار دی. او د دې لپاره د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید د مدني ټولنې له سازمانونو ، پوهانو ، ازادخیاله سیاسي ګوندونو ، مسلکي خلکو او څېړونکو ډلو سره سلا وکړي.

لیکوال لیکي ، دویمه خبره دا ده چې اورپکيتوب ته دي په داسې ډول سیاسي غبرګون وښودل شي چې د هیوادونو پر تېرو تګلارو له سره نظر واچول شي. په سیاسي توګه بېلا بېل نسلي ، کلتوري ، مذهبي ، اقتصادي او ټولنیز روایت ورګډ کړل شي.

مقاله زیاتوي ، دریمه ټکی دا دی چې ټولنیز اقتصادي ګډون او رامخته کونه د دې سبب کېدای شي چې په پاکستان او افغانستان کې د ترهګرۍ لپاره نوي تیار شوي ځوانان له ترهګرو ډلو څخه را بېل کړي. ټولنیز اقتصاد د نشي موادو د کاروبار او سړي تښتونې په شان نورو چارو د مخنیوي په لړ کې هم د پام وړ کردار لرلای شي.

مقاله د دې تګلارې په څلورمه برخه کې لیکي ، چې رسنۍ نن سبا د ولسي دریځ په جوړولو کې ډېره ونډه لري . د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته په کار ده چې په مهمو رسنیو کې د اورپکيتوب په ګټه د موجودو بحثونو د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړي چې له مخې یې اورپکي له دې راوګرځول شي چې په ولس کې ملاتړي پیدا نکړي.

د مقالې لیکوال خادم حسېن ، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د دې تګلارې په پنځمه او وروستۍ برخه کې لیکي چې ، د ترهګرۍ د کارواییو پر ضد پوځي غبرګون په کار دی چې کره ، هدفي ، له وخت سره سم او زمه وار وي.

لیکوال زیاتوي ، د پاکستان امنیتي ځواکونه باید په دې کې بریالي وي چې د اورپکو مرکزونه له منځه یوسي ، د هغوي د تماس او مرستو لارې پرې کړي. په کار ده چې د درنو وسلو پر ځای پر استخباراتي مالوماتو باور وکړل شي ، هغه ځکه چې د درنو وسلو له امله سیمه ییزو خلکو ته زیان اوړي او د اورپکو لپاره خواخوږي پیدا کوي.
XS
SM
MD
LG