د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوسلو: تر تړلي وره شا ته د مقدمې د اورېدنې غوښتنه


په ناروې کې حکومتي وکیلانو غوښتنه کړې ده چې د وژنو په تور د نیول شوي اندرې برېویک د مقدمې اورېدنه دې تر تړلو دروازو شا ته وشي.

د جمعې په ورځ د چاودنې او ډزو په پېښو کې له ۹۰ زیات کسان وژل شوي ول. د وژل شویو په ویر نن د پېښور له وخت سره سم، په درې بجې، تر یوې دقیقې چوپتیا غوره کړل شوه. د وژنو په تور نیول شوی اندرې بیهرنګ برېویک لږه شېبه وروسته عدالت ته وړاندې کول کېږي. د نیول شوي وکیل تېره ورځ ویلي ول، موکل یې د ډزو پر مهال د خلکو وژنه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG