د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د پخو پوځي اډو لپاره دلچسپي نه لرو: کروکر


په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کروکر ویلي هېواد یې په افغانستان کې د پخو پوځي اډو په جوړولو کې دلچسپي نه لري.

دی وايي: (( موږ په افغانستان کې د پخو اډو په جوړلو کې دلچسپي نه لرو. ولسمشر، د بهرنیو او د دفاعي چارو وزیرانو هم دا خبرې کړې دي، او زه یې اوس بیا تکراروم. موږ به تر هغې دلته پاتې کېږو چې اړتیا یې وینو، او له دې به یوه ورځ هم زیات نه پاتې کېږو. )) راین کروکر دا خبرې په امریکايي سفارت کې د سفیر په توګه د خپلې دندې تر سوګند اخیستو وروسته کړې دي. ده وویل امریکا دا نه غواړي چې افغانستان پر نورو ګاونډیو هېوادونو د تاثیر لپاره وکاروي. واشنګټن له کابل سره په افغانستان کې د امریکا د رول په اړه په یوه تړون خبرې کوي، چې له دې هېواده په ۲۰۱۴ز کال کې د خپلو ځواکونو تر ویستو وروسته به عملي کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG