د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي هېواد یې له امریکا سره مساویانه اړیکي غواړي.
په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، په انډونیزیا کې د اسیان تر غونډې وروسته، لاهور ته په رارسېدو د خبري غونډې پر مهال حنا رباني کر وویل پاکستان له ټولو ګاونډیو سره ښه اړیکي غواړي، خو د خپلې خپلواکۍ ساتنه به هم کوي. نوموړې وویل له امریکا سره ښه اړیکي د پاکستان په ګټه دي. حنا رباني کر زیاتوي، پاکستان په سیمه کې د هیچا برلاسیتوب یا مشري نه مني.