د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا، شمالي کوریا ته د خبرو بلنه


امریکا د شمالي کوریا ډیپلوماټ ته بلنه ورکړې ده چې د اټومي پروګرام په اړه دې په نړیوال کچ خبرې بیا پیلې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کیم کي ګوان ته یې بلنه ورکړې چې نیو یارک ته دې ورشي. د بلنې اعلان هغه مهال شوی دی چې په غیر متوقع ډول، د جمعې په ورځ، د شمالي او جنوبي کوریا سفیرانو په اینډونیزیا کې، د آسیان د امنیتي فورم د غونډې تر څنګ، له یو بل سره ولیدل. په دې غونډه کې د هیلري کلنټن په ګډون د چین او جنوبي کوریا وزیرانو هم برخه واخیسته. د کیم له سفر سره به، د امریکا و شمالي کوریا خبرې تر یو نیم کال وروسته بیا پیل شي. د ۲۰۰۹ز کال په ډیسیمبر کې، د کوریايي ټاپو وزمه سیمې لپاره د امریکا لوړ پوړي سفیر سټیفن بوسورت د شمالي کوریا د پلازمېنې پیونګ یونګ سفر کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG