د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ناټو هیلي کاپټر غورځېدلی دی


د افغانستان په ختیځ کې د ناټو اتحاد په مشرۍ د کار کوونکیو نړیوال سوله ساتي ځواکونو یو هیلي کاپټر غورځېدلی دی.

ایساف وايي په هیلي کاپټر کې سپاره ټول کسان محفوظه پاتې شوي دي. پېښه نن تر لمر خاته مخکې، د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې شوې ده. د ایساف ویاند ویلي د هیلي کاپټر د غورځېدو د لامل مالومولو لپاره پلټنې کوي. ایساف دا هم ویلي، دا امکان نه ردوي چې ګوندې هیلي کاپټر به ویشتل شوی وي. طالب یاغیانو دعوه کړې ده چې دوی دا هیلي کاپټر ویشتلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG