د لاسرسي ځای

تازه خبر

وینهاوس مړه شوې ده


د برېتانیې سندرغاړې ایمي وینهاوس پر مرګ د نړۍ له بېلا بېلو برخو د خپګان څرګندونه شوې ده او د هغې د کار ستاینې شوې دي.


ایمي وینهاوس په شمالي لندن کې په خپل کور کې مړه میندل شوې وه. کټ
پولیس وايي د وینهاوس د مرګ لامل نه دی مالوم. ۲۷ کالنه سندر غاړې له مودې راهیسې د شرابو څښلو او د نشه یي موادو له استعمال سره په تکلیف وه او د دې د پرېښودو هڅې یې کولې. امریکايي سندرغاړي ټوني بینېټ ویلي د وین هاوس په مړیني زښت خپه شوی دی. د امریکا د موسیقۍ یوې اکاډمۍ وینهاوس یوه متحرکه فنکاره بللې ده چې د موسیقۍ بیل بیل ژانرونه یې پخپله سره یو ځای کول. برېتانیوي سندرغاړې د غربي موسیقۍ له خپل مرګ سره، د هغې ډلې برخه ګرځېدلې ده چې د ۲۷ کالنۍ په عمر کې مړه شوي ول. په دې ډله کې د مشهور رولنګ سټون بینډ باني غړی براین جونز، جیمي هینډرېکس او ژانیس ژوپلن شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG