د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اسراییلو سره اړیکي عادي حالت ته د ستنېدو لپاره بښنه


ترکيه وايي د اسرايلو سره يې اړيکې تر هغې عادي حالت ته نه شي راستنيدلی څو چې اسرايل تيرکال د ترکیې په کښتيوو باندې د ورپورته کيدو لپاره بښنه ونه غواړي.

اسرايلي پوځيانو د ترکي د هغه مرستندويه کښتيوو مخه نيولي وه چې په غزه کې يې فلسطينيانو ته مرستې وړلي. په دې پيښه کې نهه مرستندويه کارکوونکي وژل شوي وو. د ترکي وزيراعظم رجب طيب اردګان ويلي ترڅو چې اسرايل بايد دخپلې کړي کار له امله بخښنه وغواړي او د پيښې د قربانيانو کورنيوو ته بايد معاوضه ورکړي تر هغې د دې هيواد سره د اړيکو په عادي کولو سوچ هم نه شي کولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG